اَلطَّارِق ۹

يَوْمَ تُبْلَى السَّرَائِرُ

په هغه ورځ ښکاره به کړی شی رازونه -

(السَّرَائِرُ) عقیدی، نیتونه، پټ عملونه که ښه وی او که بد وی، بعض، حسد، دشمنی، محبت وغیره په کښی ټول داخل دی (فَمَا لَهُ مِنْ قُوَّةٍ) په دی کښی دانسان عجز ذکرکوی (قُوَّةٍ) طاقت مالی اوبدنی مراد دی او (نَاصِرٍ) نه خارجی مددگار مراد دی اوپه دی کښی نفی د باطل الهه هم داخل ده چه هغوی هم هیڅ مدد نشی کولی نو رد دی په عقیده دشفاعة قهریه باندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل