اَلطَّارِق ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَالسَّمَاءِ وَالطَّارِقِ

قسم دی په آسمان اوپه راتلونکی د شپی باندی -

سورة الطارق

ربط: ددی سورة دماقبل سره یو دادی چه په مخکښی سورة کښی ذکر دنزول دعذاب وؤ مخکنو قومونو باندی نوپه دی سورة کښی ذکر دعذاب دی په موجوده منکرینوباندی سره دمهلت ورکولو نه - دوهم ربط دادی چه په مخکښی سورة کښی تخویف وؤ مکذبینو ته نوپه دی سورة کښی ددغسی انسان تحقیر او ذلت ذکرکوی -

دعویٰ ددی سورة:

تخویف دی په نزول دعذاب سره په موجوده منکرینوباندی په (۱۷) کښی او د اللّه تعالٰی دری صفا ت ئی ذکرکړی دی حافظ، قادر، خالق -

خلاصه ددی سورة:

اول ذکر ددوه شواهدو دی په دی خبره چه اللّه تعالٰی حافظ‌ دهرنفس دی حفاظت د بعضو کوی په عفوسره او حفاظت دبعضو کوی په مهلت ورکولو سره تر (۴) پوری بیا دلیل نفسی ذکرکړی دی دپاره داثبات دقیامت تر (۸) پوری بیا تخویف دی په ذکرد احوال دقیامت چه سرائر به ښکاره شی سره د ذکر د عجز د انسان نه په (۱۰،۹) کښی بیا ذکر دافاقی دلیلونو دی تر (۱۴) پوری بیا ذکرد مکائدو د انسان دی چه سبب دعذاب دی اوپه آخرکښی دعویٰ دسورة ذکرکوی چه استحقاق د عذاب دی سره دمهلت نه -

تفسیر

په دی کښی دوه قسمونه دی په آسمان باندی اوپه طارق باندی اوطارق په جواب قسم کښی ډیر مفید دی لکه چه روستو به ذکرشی ددی وجی نه اول ئی مبهم ذکرکړو بیائی دهغی تفصیل اوکړو - اوقتاده او مجاهد وئیلی دی چه مراد د الطَّارِقِ نه جنس ستوری دی چه دشپی راخیژی او د ورځی غائب وی تخصیص په یو ستوری پوری صحیح نه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل