اَلْبُرُوْج ۱۹

بَلِ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي تَكْذِيبٍ

بلکه هغه کسان چه کفرئی کړی دی په تکذیب کښی مشغوله دی -

دا زجردی او سبب دپاره د عذاب دی (فِي تَكْذِيبٍ) دوی په ډیر لوی تکذیب کښی ورننوتلی دی چه بهرترینه نشی راوتلی (مِنْ وَرَائِهِمْ) اشاره ده هرجانب ته ځکه چه دلفظ وَرَآءِ کله په ټولو اطرافو باندی اطلاق کیدی شی (مُحِيطٌ) یعنی قدرت او علم را گیروؤنکی دی او دا د صلف صالحینو نه نقل ده اوپه عرف کښی احاطه هم دی ته وئیلی شی چه تسلط اوقدرت ئی چاپيره وی - نو دوی د اللّه تعالٰی د احاطی نه په هیڅ طریقه وتلی نشی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل