اَلْبُرُوْج ۱۷

هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْجُنُودِ

یقیناً راغلی دی تاته خبر دلښکرو -

دا هم تاکید دی ددعوی دسورة په ذکرکولو دنورو نمونو د عذاب دنیوی - مراد دادی چه تاته دهغوی دهلاکت خبرونه را رسیدلی دی نودغه شان چه دا موجوده چه تکذیب کوی نو دهغوی په شان به هلاک شی اوپه تخصیص د فرعون او ثمود کښی اشاره ده چه دفرعون ‌په شان بادشاهی وی نو هغه بادشاهی ئی نشی بچ کولی او چه دثمودیانو په شان مالونه اوکارخانی او هنرونه وی نو هغه ئی هم نشی بچ کولی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل