إِنَّهُ هُوَ يُبْدِئُ وَيُعِيدُ
یقیناً هغه اول پیدائش کوی او دوباره هم -
په دی آیاتونو کښی ذکرد صفاتو د اللّه تعالٰی دی دپاره تاکید د دعوی د سورة او دلیل دی دپاره د مخکښی آیت چه بطش د رب ډیرسخت دی ځکه چه موصوف دی په داسی صفتونو سره - (الْوَدُودُ) په معنیٰ د فاعل دی یعنی محبت کوؤنکی دی د دوستانو خپلوسره یعنی بخنه هم کوی او محبت هم کوی - دا رنگ په معنیٰ درحم کوؤنکی هم راځی اوپه معنیٰ دمفعول هم کیدی شی یعنی محبوب د مؤمنانو ته (الْمَجِيدُ) په پیښ سره دی او صفت د اللّه تعالٰی دی اوپه بل قراءت کښی دی په زیرسره دی نوصفت دعرش دی او معنیٰ د مجد په کرم او فضل کولو کښی انتهاء کول دی (فَعَّالٌ لِمَا يُرِيدُ) صیغه دمبالغی دوجی د کثرت د کارونو ده یا مبالغه اشاره ده چه اللّه تعالٰی دپاره هیڅ څوک مانع نیشته او دا دلیل دی چه اللّه تعالٰی باندی هیڅ څیز واجب نه دی او ټول افعال د بندگانو مخلوق د اللّه تعالٰی دی -