اَلْبُرُوْج ۱۰

إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ

یقیناً هغه کسان چه تکلیفونه ئی ورکړی دی مؤمنانو سړو او مؤمنانو زنانوته بیائی نه ده ویستلی توبه نودوی لره عذاب د جهنم دی او دوی لره عذاب دی د اور سوځوؤنکی -

داهم تاکید د دعوی دسورة دی اوتخویف دی هغه چالره چه داصحاب اخدود په شان د مؤحدینو سره معامله کوی اوآیت عام دی (ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا) اشاره ده چه په توبی دکافرسره ټول گناهونه بلکه حقوق د بندگانو هم معاف کیږی اولفظ د ثُمَّ کښی اشاره ده چه توبه روستو په تاخیرسره اوکړی په دی شرط چه د غرغری نه وړاندی وی نو هغه توبه قبلیږی (فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ) د کفر دوجی (وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ) دمؤمنانو دسوځولو دوجی نه ځکه چه جزاء د جنس د عمل نه وی - او دوهمه جمله تفسیر داولی دی یعنی عذاب د جهنم به په حریق سره وی یا اول عذاب په نورو قسمونو سره دی اودوهم عذاب په اورسره دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل