بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَالسَّمَاءِ ذَاتِ الْبُرُوجِ
قسم دی په آسمان غټو ستورو والا -
ربط: ددی سورة دماقبل سره په څو طریقو سره دی اوله طریقه داده چه مخکښی سورة کښی تخویف اخروی وؤ منکرینوته نو په دی سورة کښی تخویف دنیوی دی په واقعاتو د اصحاب الاخدود او فرعون او ثمود سره - دوهمه طریقه داده چه مخکښی کدح (مشقت) صالحه ته ترغیب وؤ نوپه دی صورت کښی د کدحه سیئه عاقبت ذکرکوی په عذاب دنیوی او اخروی دواړو سره -
تخویف دنیوی دی منکرینوته په (۱۲،۴) کښی سرهٔ د رد د شرک فی التصرف نه په (۱۶،۹) کښی او شرک فی العلم په (۹) کښی اواسماء حسنیٰ د اللّه تعالٰی ئی لس ذکرکړی دی -
اول شواهد دی په دعویٰ د سورة باندی تر (۳) پوری بیا مثال ددعوی د سورة دی په واقعه د اصحاب اخدود سره او دهغوی پنځه احوال قبیحه ذکردی تر (۸) پوری بیا تصرف او شهادت (علم) د اللّه تعالٰی ئی ذکرکړی دی دلیل دپاره ددعوی د سورة او دهغی اثبات دی په ذکرد اته صفتونو د اللّه تعالٰی سره تر (۱۶) پوری بیا دوه مثالونه دی دپاره ددعوی دسورة په (۱۸،۱۷) کښی بیاسبب دعذاب زجراً ذکردی په (۱۹) کښی بیا صفت د احاطی د اللّه تعالٰی دی او تاکید ددعوی د سورة په (۲۰) او اختتام ئی په ترغیب الی القرآن کړی دی دپاره دبچ کیدلو دعذاب نه په (۲۲،۲۱) کښی -
دا قسم دی (الْبُرُوجِ) برج په اصل کښی ښکاره کیدلو ته وئیلی کیږی نو ستورو او ځایونو د ښکاره کیدو د ستورو ته دا لفظ شامل دی -