لَتَرْكَبُنَّ طَبَقًا عَنْ طَبَقٍ
خامخا به ورځئ تاسو یو حال ته روستو دبل حال نه -
دا جواب قسم دی او دا خطاب دی نبی ﷺ ته یا ټول امت دهغه ته یا ټولو خلقو ته - بیا په دی کښی چه خطاب شی نبی ﷺ ته نو یو معنیٰ داده چه په تاباندی ای نبی حالات مختلف د سختو او د تکلیفونو به راځی په شان دانبیاؤ سابقینو - دوهمه معنیٰ داده چه مختلف حالات دترقئ اودفتوحو به راځی - اوچه خطاب شی امت ته نو معنیٰ داده چه په تاسو کښی به مشابه حالات د یهودو او نصاریٰ راځی لکه چه په حدیث صحیح کښی راغلی دی چه لتتبعنَّ سنن من قبلکم (الحدیث) اوچه خطاب شی ټولو خلقو ته نو معنیٰ داده چه ورځئ به تاسوحال دځوانئ ته بیا بوډاوالی، بیامرگ بیا برزخ بیا دوباره ژوند بیا حساب میزان وقوف صراط بیا جنت یا جهنم ته - دا روستو معنیٰ عام مفسرینو غوره کړی اوپه دی کښی مقصد اثبات دقیامت دی -