اَلْاِنْشِقَاق ۱۶

فَلَا أُقْسِمُ بِالشَّفَقِ

نو داسی نه ده قسم کوؤم په سرخئ‌ د ماښام -

دا قسم دی په څلورو څیزونو باندی او دا حالات مختلفه دی په ترتیب سره اول شفق وی چه ابتداء‌ دشپی ده بیا پوره شپه شی نو په هغی کښی عام حیوانات خپلو ځایونو ته را جمع کیږی اوپه شپه کښی سپوږمئ ده چه هغه هم تدریجاً کمال ته رسیږی (بِالشَّفَقِ) شفق په لغت او شرع دواړو کښی سوروالی د ماښام ته وئیلی کیږی چه د ماښام آخری وخت دی او دهغی غائب کیدل د ماسخوتن ابتداء‌ ده او په نیز د بعضی اهل علم هغه سپین والی ته وئیلی شی چه روستو د سوروالی نه وی یعنی شفق د اضدادو نه دی - (وَمَا وَسَقَ) وسق جمع کولو ته وئیلی شی یعنی په شپه کښی جمع کیږی هغه څیزونه چه دورځی خواره شوی وی (اتَّسَقَ) دا هم وسق نه دی یعنی د څوارلسمی شپه باندی چه سپوږمئ جمع شی او ډکه شی اول وړه وی نوبیا په دمه دمه پوره شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل