اَلْاِنْشِقَاق ۱۰

وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ وَرَاءَ ظَهْرِهِ

او هغه څوک چه ورکړی شی عملنامه دهغه روستو د شا دهغه نه -

دا تخویف اخروی دی دوهم قسم خلقوته اودا دلیل دی چه اول قسم ته به عملنامه د مخی طرف نه ورکوی اودوهم قسم ته به د شا دطرف نه په گس لاس کښی ورکوی - دارنگ په سورة الحاقه (۲۵) کښی ذکرشوی دی او دشانه ورکولو کښی ددوی ډیرتذلیل او توهین دی (فِي أَهْلِهِ مَسْرُورًا) یعنی په دنیا کښی په دوی باندی غمونه او تکالیف راغلی وؤ، بندگی، دعوت، جهاد وغیره کښی ځان نه دی ستړی کړی نود هغی وجی نه په آخرت کښی به په تباهئ او تکلیفونو کښی اخته شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل