وَإِذَا الْأَرْضُ مُدَّتْ
او هرکله چه ځمکه راښکلی شی -
(مُدَّتْ) راښکلی به شی په داسی طریقه چه کندی او غرونه به ترینه لری شی او حدیث کښی راځی داسی به راښکلی شی لکه چه څرمن راښکلی کیږی (د څاروی نه) دا ددی دپاره چه ټول خلق ورباندی حساب دپاره اودریږی (مَا فِيهَا) په دی کښی دننه مړی دی او دارنگ خزانی او معدنیات -