اَلْاِنْشِقَاق ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
إِذَا السَّمَاءُ انْشَقَّتْ

هرکله چه آسمان اوشلیږی -

سورة الانشقاق

اوبل نوم ئی سورة انْشَقَّتْ دی
ربط: ددی سورة دماقبل سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورة کښی زجروؤ په تطفیف او تکذیب باندی نوپه دی سورة کښی ترغیب ورکوی نیک محنت طرف ته - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی ذکر دحال د عملنامو وؤ روستو د مرگ نه نوپه دی سورة کښی دهغی حال ذکرکوی په ورځ دقیامت کښی -

دعویٰ د سورة:

ترغیب دی کدح صالح ته دپاره د حساب یسیر او اخستل د عملنامی په خی لاس کښی او تحذیر دی د کدح سیئی (بدی) نه دپاره د بچ کیدلو دحساب شدید نه او اخستل د عملنامی روستو دشانه - او اسماء حسنیٰ د اللّه تعالٰی څلور ذکرکړی دی - رب، اللّه، اعلم، بصیر -

خلاصه د سورة:

اول ذکردی د بعضی احوالو دحشر بیا دعویٰ د سورة ده تر (۶) پوری بیا بشارت ذکرکوی کدح صالح (نیک کار) والو لره په دری حالاتو سره تر (۹) پوری اوتخویف دی کدح سیئ (بدکار، کسب) والو لره په ذکردری حالاتو سره اوپه ذکرددری د علتونو دعذاب سره تر (۱۵) پوری بیا دری شواهد دی په بعث بعدالموت باندی تر (۱۹) پوری - بیازجر او تخویف دی په څلورو امورو سره تر (۲۴) پوری او په آخر کښی بشارت دی -

تفسیر

د احالات د وخت د فناکیدلو دعالم دی او نړول اکثر دبره طرف نه شروع کیږی ددوی وجی نه د آسمان ذکرئی مخکښی اوکړو (وَحُقَّتْ) حق په معنیٰ د لائق او مناسب دی یاپه معنیٰ د واجب او لازم سره دی اووجه دحق داده چه اللّه تعالٰی ددی خالق او مالک دی اودخالق مالک اطاعت کول واجب دی او آسمان کښی هم اللّه تعالٰی شعور د اطاعت کیخودلی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل