وَإِذَا رَأَوْهُمْ قَالُوا إِنَّ هَؤُلَاءِ لَضَالُّونَ
اوکله چه دوی به اولیدل هغوی وئیلی به ئی چه دوی هغه کسان دی چه خامخا گمراهان دی -
دوی به صحابه کرامو ته گمراه وئیل ځکه چه هغوی ددوی طریقی نه خلاف وو - او دا حال دشیعه گانو دی چه صحابه کرامو ته گمراه او مرتد او کافر وائی ځکه چه دوی په خپله گمراه دی - (وَمَا أُرْسِلُوا) دا قول د اللّه تعالٰی دی په رد دهغه چاچه صحابه کرامو ته گمراه وائي یعنی دا مجرمان خوپه مؤمنانو او صحابه کرامو باندی څوکیداران او ذمه داران نه دی مقرر شوی چه دوی په هغوی باندی فتوی لگوی - دا قول هم د کافرانو دی په باره د مؤمنانو کښی یعنی هرکله چه مؤمنانو دوی ته دعوت دتوحید ورکوؤ او دشرک نه ئی منع کول نوهغوی اوئیل چه تاسو خوپه مونږ باندی مقرر شوی نه یئی او ذمه داران نه یئی -