اَلْمُطَفِّفِين ۲۵

يُسْقَوْنَ مِنْ رَحِيقٍ مَخْتُومٍ

څښکولی کیږی به دوی ته دشرابو خالصو مهروهلی شوؤ نه -

(رَحِيقٍ) هغه شراب چه د خیری او دنشی او د گډون نه پاک وی (مَخْتُومٍ) مهر لگولو کښی اشاره ده چه ددوی نه مخکښی هیچ چا ورسره لاس نه دی لگولی او دارنگ مهر لگول په هغی باندی دپاره د اکرام دی - دا یو قسم دخمرو (شرابو) دی او بل قسم هغه دی چه په نهرونو کښی جاری وی (خِتَامُهُ مِسْكٌ) خِتَام په معنیٰ د آخردی یعنی د آخری گوټ سره به د مشکو خوشبوئی وی یا په معنیٰ د مهردی (الْمُتَنَافِسُونَ) یعنی د انسانانو په طبیعت کښی خو تنافس شته نو دا تنافس دی جنت طرف ته متوجه کړی او مراد دتنافس نه هغه اخلاص او ابتاع دسنت ده په تمام ژوند کښی چه په هغی سره د جنت نعمتونه حاصلیږی اوددی په شان سورة صافات (۶۱) کښی هم ذکر دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل