اَلْمُطَفِّفِين ۱۵

كَلَّا إِنَّهُمْ عَنْ رَبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَمَحْجُوبُونَ

یقیناً داسی ده چه دا خلق دخپل رب نه (دیدار دهغه نه) په دغه ورځ به په پردو کښی وی (منع به کړی شی) -

(لَمَحْجُوبُونَ) خاوندان د حجاب به وی دا دلیل دی چه د اللّه تعالٰی دیدن کیدی شی ځکه چه محجوب د اللّه تعالٰی صفت نه دی بلکه د کافرانو صفت دی او دارنگ ددی آیت د مفهوم نه امام مالک او امام شافعی رحمهما اللّه دلیل نیولی دی چه مؤمنان به په قیامت کښی د اللّه تعالٰی دیدن کوی ځکه چه که مؤمنان هم محجوب وی نود کافرانو د تخصیص دپاره څه وجه نیشته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل