وَمَا يُكَذِّبُ بِهِ إِلَّا كُلُّ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ
او تکذیب نه کوی ددغه ورځ مگر هر حدنه تیروتونکی ډیر گنهگار -
دا صفات دی د مکذب په طریقه د حصر سره یعنی هرڅوک چه موصوف وی په دری صفتونو سره نوهغه به مکذب د یوم الدین وی (مُعْتَدٍ) معتد په افعالو کښی د حلال او حرام فرق نه کوی (أَثِيمٍ) اثیم دی په اقوالو کښی دروغ وائی او سب او شتم د حق پرستو کوی -