كَلَّا إِنَّ كِتَابَ الْفُجَّارِ لَفِي سِجِّينٍ
هیچ چیری داسی نه ده په کار یقیناً عملنامه د بدکارو خامخا په سجین کښی ده -
(كِتَابَ الْفُجَّارِ) یعنی د کتاب داعمالودشیاطینو او کافرانو اوفاسقانو به سجین کښی دی روستو دمرگ دهغوی نه دارنگ روح د کافرانو لیکلی کیږی په سجین کښی لکه په حدیث د مسند احمد کښی راغلی دی (سِجِّينٌ) د سجن نه ماخوذ دی یعنی هغه ځای چه ډیرتنگ دی او دټول عالم نه خکته دی اوهغی ته اسفل السافلین هم وئیلی کیږی نوهغه نوم د یو دفتردی چه په هغی کښی عملنامی د فجارو پرتی وی اوپه یوقول د ابن عباس رضی اللّه عنهما سره په هغی کښی ارواح د فجارو هم وی -