أَلَا يَظُنُّ أُولَئِكَ أَنَّهُمْ مَبْعُوثُونَ
آیا نه کوی گمان دغه خلق چه دوی به دوباره ژوندی کړی شی -
دا بل زجردی سره د تخویف اخروی نه (يَقُومُ النَّاسُ) قیام د ټولو خلقو دی لیکن په مینځ د مؤمنانو او کافرانو کښی په آسانتیا او سختئ کښی فرق دی په حدیث صحیح کښی راغلی دی چه په مؤمن باندی داسی تیریږی لکه فرض مونځ دهغه چه په دنیا کښی ئی کوو -