اَلْاِنْفِطَار ۱۳

إِنَّ الْأَبْرَارَ لَفِي نَعِيمٍ

یقیناً نیکان خلق به خامخا په نعمتونو کښی وی -

روستو دذکردکتابت د اعمالونه (چه هغه دوه قسمونه دی) دوه قسمونه د عاملینو ذکر کوی یو قسم ته بشارت دی او دوهم ته تخویف اخروی دی (لَفِي نَعِيمٍ) بی شماره نعمتونه د جنت دی او ابن قیم په بدائع التفسیر کښی لیکلی دی چه دا حالت په دنیا او برزخ او قیامت دری واړو کښی دی په دنیا کښی دنعیم نه مراد نعمت، تسلی د زړه ده او قناعت دی اودارنگ دا دواړه قولونه (لَفِي جَحِيمٍ) کښی هم دی (بِغَائِبِينَ) مراد ددی نه دادی چه د جهنم نه دیو لمحی دپاره هم نشی بهرکیدلی اونه ورباندی مرگ او راحت راتلی شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل