وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِينَ
او یقیناً په تاسو باندی مقرر دی حفاظت کوؤنکی ملائک -
دا مبالغه ده په زجرکښی چه سره ددی نه چه په تاسو باندی داسی ملائک مقرر دی او تاسو تکذیب کوئ (لَحَافِظِينَ) مراد ددینه حفاظت کوؤنکی د عملونو د انسانانو دی یا عمومی ساتنه کوؤنکی (يَعْلَمُونَ مَا تَفْعَلُونَ) ددی نه معلومیږی چه کوم کارونه په فعل (عمل) کښی نه وی راغلی لکه پټی ارادی او نیتونه نود هغی نه دا ملائک خبرنه لری اوخطاب عامه (علیکم) دلالت کوی چه دا ملائک په کافرانو اوپه انبیاء علیهم السلام باندی هم مقرر دی -