لِمَنْ شَاءَ مِنْكُمْ أَنْ يَسْتَقِيمَ
دپاره دهغه چاچه غواړی ستاسو نه داچه برابر روان شی -
په اول آیت کښی شرط دذکر ئی راوړو چه هغه اراده او طلب دحق دی یعنی قرآن کښی فائده ده طلب کوونکی دهدایت لره او (لِمَنْ شَاءَ) رد دی په جبریه باندی یعنی دانسان دپاره مشیت او اراده او فعل شته اوپه دوهم کښی رد دی په قدریه معتزله باندی چه اراده د انسان مستقله گنړی -