اَلتَّکْوِیْر ۲۲

وَمَا صَاحِبُكُمْ بِمَجْنُونٍ

اونه دی ستاسو ملگری لیونی -

دا تزکیه د رسول بشری ده روستو د تزکیی د رسول ملکی نه او تصحیح او توثیق دسند دقران کریم دی (وَمَا صَاحِبُكُمْ) صاحب په معنیٰ دخیرخواه او ناصح دی یا هغه چه دقوم ستاسو نه دی (عَلَى الْغَيْبِ) ددی نه مراد وحی دقرآن ده اودی ته غیب اضافی وئیلی شی ځکه چه په حواسو او په عقل سره ادراک نشی کیدی بلکه دا قرآن په سبب د وحی سره نبی ﷺ ته رالیږلی شوی دی (بِضَنِينٍ) په ضاد سره په معنیٰ د بخیل دی یعنی نبی ﷺ وحی نه پټوی بلکه هرچا ته ئی پوره ښکاره کوی یعنی ډیر سخی دی او په شان دکاهن نه دی چه بعضی خبری پټوی دپاره د طلب د اجرت او دعزت په خلقو کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل