اَلتَّکْوِیْر ۱۹

إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ

یقیناً دا پیغام خامخا د رسول عزت والا دی -

دا جواب قسم دی او مقصد په دی کښی اثبات دصدق دقرآن دی او مناسبت دقسم او جواب قسم دادی لکه چه ستوری پټیږی او ښکاره کیږی او چلیږی نودارنگ آیاتونه او سورتونه دقران دی چه په قسطونوسره دنیاوالوته را روان وی او ښکاره کیږی روستو د پټ والی ددی نه په علم د اللّه تعالٰی کښی - او دارنگ چه توره شپه لاړه شی اورنړا ورځ شی نودارنگ د قران کریم په راتللو تیری دکفر او د شرک او د جهل لاړلی او رنړا دایمان او اسلام قائمه شوه او دغه مثالونه یقینی محسوسی دی نودارنگ قرآن هم یقینی دی (رَسُولٍ) مراد ددی نه رسول ملکی دی یعنی جبرئیل علیه السلام او قول په معنیٰ دپیغام او تبلیغ دی (كَرِيمٍ) دشرافت صفتونه په کښی ظاهری او باطنی را جمع دی دشیطان په شان خبیث او ذلیل نه دی او دلیل په کرامت دجبرئیل باندی کرامت د الفاظو دقرآن دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل