وَاللَّيْلِ إِذَا عَسْعَسَ
او قسم دی په شپه باندی کله چه شا کړی -
دا هم قسمونه دی مناسب دی د مخکښی سره ځکه چه شپه وخت د ښکاره کیدلو د ستورو دی او ورځ وخت دپټیدلو دهغی دی (إِذَا تَنَفَّسَ) تنفس په اصل کښی داسی ساه اخستلو وئیلی شی چه په هغی سره طبیعت سپک شی او خوشحاله شی گویا شپه په مثال د غم او حزن ده اوصبا کیدل خو دخوشحالئ ساه اخستل دی اومراد دادی چه صبا ښکاره شی او اوږد شی نو ورځ شی -