بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ
هرکله چه نمر را اونغختلی شی -
اوددی بل نوم اذَا الشمس کوِّرت دی -
ربط: ددی سورة دمخکښی سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورة کښی اثبات دبعث بعدالموت وؤ نوپه دی سورة کښی دهغی حالات ذکرکوی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی راتلل د صاخه (قیامت) ذکرشول نوپه دی سورة کښی مقصد د بعث ذکرکوی چه هغه ملاقات د انسان دی د خپل عمل سره - دریمه وجه داده چه په هغه سورة کښی زجروو منکرینو دقیامت ته اوپه دی سورة زجردی منکرینو درسول اوقرآن ته -
تخویف دی په ذکر د احوالو دقیامت سره دذکر دمقصد دقیامت نه چه ملاقات د انسان دی خپلو عملونوسره اوسبب دتخویف انکار دی دهغه قرآن نه جبرئیل امین رواړی دی په هغه رسول اللّٰه ﷺ باندی چه په غیب باندی ظنین نه دی اوپه دی سورة کښی یو اسم د اللّه تعالٰی ذکردی یعنی رب العالمین -
چه دقیامت دولس حالات ذکرکوی چه شپږ دهغی نه په وخت دفناکښی مخکښی دبعث بعدالموت نه دی اوشپږ په وخت دبعث بعدالموت کښی اوبیائی مقصد دقیامت ذکرکړی دی تر (۱۴) پوری او بیا دری شواهد دی په صدق د رسول اوقرآن باندی په ذکر دشپږ صفتونو دجبرئیل علیه السلام اوپه دری حالاتو د رسول اللّٰه ﷺ سره په لس آیاتونو کښی تر (۲۴) پوری بیا ذکر ددری صفاتو دقرآن دی (۲۸،۲۷،۲۵) کښی اوپه مینځ (۲۶) کښی زجردی او عجز دانسان ذکرکوی چه دده مشیت هم تابع دی د مشیت د اللّه تعالٰی اودا متعلق دی د زجرسره - اوحدیث دترمذی کښی راغلی دی چه څوک غواړی چه ورځ دقیامت داسی اووینی لکه دسترگو لیدل نو اودی لولی دا دری واړه سورتونه اذا الشمس کورت، او اذا السماء انفطرت، او اذا السماء انشقت -
(كُوِّرَتْ) د تکویر نه دی راجمع کول د اجزاؤ دیو څیز او رانغختل لکه چه پگړی رانغختی شی په سرباندی نو دغسی نمربه راغونډ کړی شی او رنړا به ئی زائله کړی شی بیا به اوغورځولی شی -