وَوُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ عَلَيْهَا غَبَرَةٌ
او بعضی مخونو په دغه ورځ به په هغی باندی دوړی وی -
په دی کښی حال دهغه چا ذکرکوی چه په سورة نازعات کښی دهغوی صفت ئی په امّامن طغیٰ، سره ذکرکړی وؤ دهغوی دپاره تخویف اخروی دی (عَلَيْهَا غَبَرَةٌ) د مقابل د مفسرة دی - (قَتَرَةٌ) تووالی ته وئیلی شی چه دوړه او توروالی چه په مخ باندی جمع شی نو ډیرقبیح ښکاریږی او بل قول دادی چه قترة هم دوړی ته وئیلی کیږی لیکن هغه دوړه چه دځمکی نه آسمان طرف ته خیژی هغه قتره ده اوکومه چه دبری نه ځمکی طرف ته راکوځیږی نو هغه غبره ده یعنی دواړه قسمونو دوړه به ورباندی پرته وی (الْكَفَرَةُ الْفَجَرَةُ) یعنی په اعتبارد عقیدی سره کافر او په عمل سره فاجردی لکه چه دوی دکفرسره فجور جمع کړی دی نو ددوی په سزا کښی به هم غبره دقترة سره یوځای کړی شی -