وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُسْفِرَةٌ
بعضی مخونه به په دغه ورځ رنړا کوؤنکی وی -
تقسیم دی د خلقو په قیامت کښی دوه قسمونو ته په دی آیاتونو کښی اول قسم ته بشارت دی - (مُسْفِرَةٌ) رنړا والا به وی او ددی یو سبب په احسن طریقه سره اودس کول دی لکه چه صحیح حدیث کښی راغلی دی او په سورة العمران (۱۰۶) کښی هم دی (مُسْتَبْشِرَةٌ) یعنی د خوشحالئ اثاربه د مخ په څرمن کښی ښکاره کیږی -