فَإِذَا جَاءَتِ الصَّاخَّةُ
نو کله چه راشی غوږونه کنړوؤنکی -
دا تختیدل ددی وجی نه کوی چه په دنیا کښی ئی حقونه ضائع کړی وؤ نو چه دهغی مطالبه رانه اونه کړی او وجه د ترتیب هم داده چه زیات حقوق د ورور خوړلی کیدی شی بیا دمور ځکه چه هغه کمزوری ده بیا دپلار چه دهغه حقونه ډیر دی اوپه حال د بوډاوالی کښی هغه ډیر ضائع کړی شی، بیا دښځی چه دمینی دوجی نه خو حقونه ادا کوی خو دهغی د کمزوروالی د وجی نه یا دبلی ښځی د وجی نه حقونه ئی برباد کړی وی اوبیا دځامنو حقونه ئی برباد کړی وی هغوی ته ئی دینی تربیت نه دی ورکړی (شَأْنٌ يُغْنِيهِ) حدیث د ابن عباس رضی اللّه عنهما کښی مرفوعاً وارد دی چه انسانان به ورځ دقیامت کښی را جمع کړی شی بغیر دپیزار او بغیردجامونه او ناسنته به وی نو بی بی د رسول اللّٰه ﷺ تپوس اوکړو چه یا رسول اللّٰه آیا د یوبل عورت ته به نه گوری نوهغوی اوفرمائیل چه هغه حالت ډیر مشغولوؤنکی دی او دا آیت ئی اولوستلو -