عَبَسَ ۲۷

فَأَنْبَتْنَا فِيهَا حَبًّا

نو زرغون کړی مونږ په هغی کښی دانی -

(أَبًّا) هغه بوټی چه د میوؤ نه علاوه دی د ځمکی نه راخیژی لکه گیاه د څاروو وغیره او مفسرینو دلته دوه روایات نقل کړی دی اول روایت دادی چه ابوبکررضی اللّه عنه ددی په تفسیر کښی توقف کړی وؤ او دوهم داچه عمررضی اللّه عنه دی ته تکلف وئیلی وؤ لیکن دسند په لحاظ سره اول روایت منقطع دی او دوهم روایت صحیح متصل دی لیکن مقصد په دواړو کښی (واللّه اعلم) رد دی په هغه چاباندی چه د الفاظو په تحقیق کښی وخت صرف کوی او مقصد دقرآن کریم باندی فکرنه کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل