فَلْيَنْظُرِ الْإِنْسَانُ إِلَى طَعَامِهِ
نو اودی گوری انسان خوراک خپل ته -
ددی آیت نه دلیل افاقی ذکرکوی روستو ددلیل انفسی نه چه مشتمل دی په لس انعاماتو باندی اوپه دی کښی ربوبیت د اللّه تعالٰی ثابتوی چه اللّه تعالٰی د انسانانو د پالنی اصل ماده (چه خوراک دی) او دهغی اسباب پیدا کړی اوپه دی کښی دهغه سره هیڅ څوک شریک نیشته دی - دا رنگ په دی کښی اثبات د بعث بعدالموت دی چه څه رنگ اللّه تعالٰی دځمکی نه دا مختلف څیزونه را ویستلی دی نو دارنگ هغه قادر دی چه ددی ځمکی نه دوباره انسان لره پيدا کړی -