عَبَسَ ۱۳

فِي صُحُفٍ مُكَرَّمَةٍ

(لیکلی شوی دی) په پانړو عزت والا کښی -

په دی کښی ذکر دعظمت دقرآن دی چه هغه سبب دی د تذکره کیدلو دپاره - اوپه دی کښی دری صفات د صحف او دری د ملائکو ذکرکوی چه حاملان قرآن دی (فِي صُحُفٍ) یعنی دا قرآن منقول دی د لوح محفوظ نه او لیکلی شوی دی په صحف د ملائکو کښی یا مراد د صحف نه صحف د ابراهیم او موسیٰ دی په قرینه د سورة اعلیٰ (۱۹،۱۸) سره (مُكَرَّمَةٍ) کرامت دهغی په وجه د کرامت د نازلوؤنکی دی یعنی اللّه تعالٰی کریم دی نووحی دهغه هم کرامت والا ده او کرامت دادی چه دا صحیفی د علمونو او حکمتونو نه ډکی دی (مَرْفُوعَةٍ) قدر او منزلت ئی اوچت دی یا اوچتی په اووم آسمان کښی پرتی دی (مُطَهَّرَةٍ) د شکونو اوشبهاتو نه او دلاسونو دشیطانانونه او د کمی او زیاتی نه بچ ساتلی شوی دی (سَفَرَةٍ) جمع د سافرده اوسفرکتابت ته وئیلی شی یعنی ملائک کتابت کوی ددغه صحیفو یاد عملونو دبندگانو یا جمع د سفیرده نو ملائک سفیران دی په مینځ د اللّه تعالٰی او دپیغمبرانو کښی - (كِرَامٍ) عزت مند په نیز درب ددوی هغه څوک دی چه ځان بچ ساتونکی وی د گناهونو او غوره کوؤنکی وی فائدی دبل چالره په خپله فائده باندی دا ټول کرامات دی (بَرَرَةٍ) جمع دبار ده پوره اطاعت کوؤنکی د اللّه تعالٰی او رشتینی په اعمالو کښی - ابن کثیر لیکلی دی چه حامل دقرآن لره په کار دی چه دهغه ټول اعمال او اقوال دی په طریقه درشد سره وی یعنی د سنت سره دی پوره موافق وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل