عَبَسَ ۱۱

كَلَّا إِنَّهَا تَذْكِرَةٌ

داسی نه ده په کار یقیناً دا نصیحت دی -

په دی آیاتونو کښی ترغیب الی القرآن دی (كَلَّا) یعنی دضدی د عنادی د وجی نه د انابت کوؤنکی نه مخ اړول نه دی په کار یا کلا په معنیٰ د حقا سره دی (إِنَّهَا تَذْكِرَةٌ) ابن کثیروئیلی دی چه دی ماقبل خصلت ته راجع دی چه د غنی او فقیر او ادنیٰ او اعلیٰ برابری کوه دا تذکره ده او تنکیردپاره دتعظیم دی (ذَكَرَهُ) وعظ دی واخلی دقرآن نه یا دی یاد کړی قرآن لره او ددی اوامرو نواهیو او مواعظو لره - او هُوَ ضمیر تذکره ته راجع دی په تاویل دذکر یا دقرآن یا دوحی سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل