أَمَّا مَنِ اسْتَغْنَى
څوک چه بی پرواه کړی دی ځان -
دا ذکر دمعاند دی (اسْتَغْنَى) په سبب د مال سره چه د اللّه تعالٰی ددین نه ځان بی پرواه کړی دی، باب د استفعال ددی دپاره راوړو چه انسان په اصل کښی غنی نشی کیدی (غنی بی حاجته وی) لیکن ځان قصداً بی حاجته ښکاره کړی (وَمَا عَلَيْكَ أَلَّا يَزَّكَّى) دا تسلی ده نبی ﷺ ته یعنی ددوی تزکی په تاباندی واجب نه ده او دتزکیه د نه قبلولو گناه په تاباندی نیشته ته خوصرف تبلیغ او دعوت کوه که څوک ئی منی او که نه منی -