وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّهُ يَزَّكَّى
او څه څیز تاله پوهه درکړی ده چه کیدی شی چه دی به پاک شی -
په دی آیاتونو کی مقابله ذکرکوی دصفتونو د منیب او د عنادی دپاره ددی چه رعایت کول د منیب په کار دی (يَزَّكَّى او يَذَّكَّرُ) فرق دادی چه تزکیه طهارة د نفس دی د حرامونه او تذکر عمل کول دی په اوامرو د اللّه تعالٰی باندی او دارنگ تزکیه ایمان راوړل دی بغیرد احتیاج نه وعظونو او دلیلونواو تذکیر غوږ کیخودل دی وعظونو او دلیلونو ته اوبیا په هغی باندی عمل کول دی -