كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَهَا لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا عَشِيَّةً أَوْ ضُحَاهَا
گویا چه دوی په کومه ورځ چه اوبه وینی قیامت لره (گمان به اوکړی) چه نه وؤ حصارشوی مگر مازیگری یا ساخت د مازیگر په شان -
دا جواب دی په بله طریقه سره یعنی دوی خو سوالونه کوی دقیامت په باره کښی ددی وجی نه چه ددنیا ژوند ورته ډیر اوږد ښکاره کیږی - لیکن هرکله چه دوی قیامت اووینی نو فیصله به اوکړی چه ددنیا عمر خو نیمه ورځ وؤ (عَشِيَّةً) د ماسپخین نه ترغروب د نمرپوری وخت ته وئیلی شی - (أَوْ ضُحَاهَا) ها ضمیر راجع دی عشیةً ته (سوال) ضحا دورځی ټکړه ده دطلوع د نمرنه ترزوال پوری نو اضافت ئی عشیةً ته ولی اوشو؟ (جواب) د اضافت د وجی د ادنیٰ ملابست نه دی او اشاره ده چه وخت د ضحیٰ برابر دی (تقریباً) دوخت د عشیةً سره یعنی نیمه ورځ ده -