اَلنَّازِعَات ۴۴

إِلَى رَبِّكَ مُنْتَهَاهَا

خاص ستا رب ته گرځیدل د علم د هغی دی -

(إِلَى رَبِّكَ) یعنی د چانه چه تپوس دقیامت په باره کښی اوکړی شی نو هغه ئی راجع کوی اللّه تعالٰی ته او علم ددی په اللّه تعالٰی پوری خاص دی لکه په سورة حٰم سجده (۴۷) او سورة اعراف (۱۸۷) کښی ذکرشوی دی (إِنَّمَا أَنْتَ مُنْذِرُ) او شان دمنذر دپاره نفس علم قیامت د راتللو په دلیلونو سره کافی دی او هرچه علم دوخت معینه دی نو هغه نذیردپاره هیڅ ضروری نه دی (مَنْ يَخْشَاهَا) تخصیص ددوی ددی وجی نه دی چه د انذار فائده د خشیت والی (ویریدلو) اخلی لکه په سورة یٰس (۱۱) کښی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل