وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى
او هغه څوک چه ویره ئی کړی ده د اودریدلو د رب خپل نه او منع کړی دی ځان خپل د خواهش نه -
دا بشارت دی دوهم قسم ته (مَقَامَ رَبِّهِ) اودریدل مخامخ رب ته په ورځ دحساب کښی یا په دنیا کښی مراد دی یعنی په وخت د گناه کولو کښی د اللّه تعالٰی دپیشئ نه اویریږی او گناه پریږدی یا قیام د رب په معنیٰ دعلم او قدرت د رب سره دی په مخلوق باندی یعنی ویره کوی چه اللّه تعالٰی ځما په سر حاضردی او قادر دی نو دگناهونو نه ځان ساتی (وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى) دا عطف د مسبب دی په سبب باندی یعنی خوف سبب دمنع کیدلو د گناهونو نه دی یعنی نفس اماره بالسوء لره د اتباع د خواهش بلکه د فکر او ارادی د خواهشاتو نه منع کوی - سهل تستری وئیلی دی چه ترک د هویٰ چابی دجنت ده نو دارنگ اتباع د هویٰ چابی د گناهونونه ده -