فَأَمَّا مَنْ طَغَى
نو هغه څوک چه کړی ده سرکشی -
(فَأَمَّا مَنْ طَغَى) دا جواب دی د فَإِذَا دپاره او تقسیم دخلقو دی دوه قسمونو ته طاغی کافر او مؤمن کامل او ذکر د فاسق ئی په اکثرو ایاتونو کښی پټ ساتلی دی دپاره د خوف دهغه او د رجا دهغه (طَغَى) د حدود شرعیو نه تجاوز کول په حقوق اللّه او حقوق العباد کښی، اوپه طغیان کښی انتهائی درجه مراد ده چه هغه کفر او شرک دی (وَآثَرَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا) یعنی ددنیا په مینه کښی دومره منهمک شوی دی چه آخرت ئی بالکل هیرکړی دی او عطف دسبب دی په مسبب باندی -