اَلنَّازِعَات ۳۴

فَإِذَا جَاءَتِ الطَّامَّةُ الْكُبْرَى

نوکله چه راشی هنگامه لویه -

دا تخویف اخروی دی په ذکر دهیبتونو دقیامت سره تر (۳۹) پوری (الطَّامَّةُ) دا په اصل کښی هغه سیلاب د اوبو ته وئیلی شی چه کویان کندی هرڅه ډک کړی طم دفن کول او اوچت والی ته وئیلی کیږی نودا نوم دقیامت دی یعنی داسی مصیبت چه په هرڅیز باندی به احاطه اوکړی اود هرمصیبت نه به اوچت وی (لِمَنْ يَرَى) مراد ددی نه هرصاحب د رؤیت دی که مؤمن وی او که کافروی ځکه ددی نه روستو تفصیل ددواړه فریقو دی او مؤمن چه جهنم لره اووینی نوقدر د نعمت دجنت به وسره ډیرشی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل