فَأَرَاهُ الْآيَةَ الْكُبْرَى
نو اخودله ئی هغه ته نښه لویه -
ددی آیت نه دفرعونیانو لس حالات ذکرکوی (طریقه د انکار دهغوی او عذاب) (الْكُبْرَى) دا اسم جنس دی مراد ددی نه هغه ټول نهه معجزات دی چه موسیٰ علیه السلام راوړی وؤ اوبعضی مفسرینو دا خاص کړی دی معجزه دعصا پوری چه هغه په ظاهرکښی یوه معجزه وه او په اصل کښی ډیرو معجزاتو ته شامل وه (انقلاب دجنس، حیات په جماد کښی او اجزاء ډیریدل، تیرول دډیرو څیزونو، لوی قوت او غلبه حاصلیدل) نو معلومه شوه چه دا لویه معجزه وه نودلیل دی په نبوت د موسیٰ علیه السلام او دلیل دی په عظیم قدرت د اللّه تعالٰی باندی (ثُمَّ أَدْبَرَ) د خپلی گمراهئ نه روستو د نورو خلقو د گمراه کولو کوشش کوی یعنی ضَال او مُضِل وؤ (أَدْبَرَ) شائی کړله حق ته یا شائی اوگرځوله موسیٰ علیه السلام ته یعنی هغه سره ئی خبری کول پریخودل او اراده د مقابلی ئی اوکړه یا شائی اوگرځوله د وجی د ویری دثعبان نه - (يَسْعَى) په اول دوه توجیهاتو (په ادبر) کښی معنیٰ داده چه کوشش شروع کړو دپاره د مقابلی کولو او دپاره دجمع کولو د ساحرانو اوبنا په دوهمه توجیه باندی مراد دادی چه منډی وهلی دپاره دبچ کیدلو د ښامار نه -