اَلنَّازِعَات ۱۷

اذْهَبْ إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى

لاړ شه فرعون ته یقیناً‌ هغه سرکشی کړی ده -

دا تفصیل دنداء‌ دی (فِرْعَوْنَ) مراد ورسره قوم دهغه دی لیکن تخصیص دهغه ددی وجی نه اوکړو چه هغه مقتدا وو اوهغه خلقو لره د هردین نه منع کړی وؤ ماسیوا دخپل دین نه او دا دهغه طغیان دی چه په (إِنَّهُ طَغَى) کښی ذکردی یعنی د حدنه تجاوز کول په کفراوشرک سره اوپه خلقو باندی ظلم کولو سره او دحق دین نه په منع کولوسره (فَقُلْ هَلْ لَكَ) دا طریقه د دعوت ده په نرمه لهجی سره - هَل لفظ دپاره د ترغیب دی او طلب د انابت دی حق ته (إِلَى أَنْ تَزَكَّى) تزکیه پاک والی باطنی ته وئیلی شی او هغه حاصلیږی په توحید سره اشاره ده چه شراوکفر پلیتی ده دهغی نه پاک والی حاصلیږی په ایمان او توحید سره او داتزکیه مستلزم ده بچ کیدلو لره دعذاب نه (وَأَهْدِيَكَ إِلَى رَبِّكَ) اشاره ده چه فرعون په شرک فی الربوبیت کښی مبتلاء وؤ نو هغه ته دلیلونه د توحید د ربوبیت پیش کول ضروری وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل