إِنَّا أَنْذَرْنَاكُمْ عَذَابًا قَرِيبًا يَوْمَ يَنْظُرُ الْمَرْءُ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ وَيَقُولُ الْكَافِرُ يَا لَيْتَنِي كُنْتُ تُرَابًا
یقیناً مونږ ویره درکړی ده تاسو ته د عذاب نزدی نه په هغه ورځ چه اوبه وینی هرسړی هغه عمل چه مخکښی لیږلی دی لاسونو دده او وائي به کافر هائ ارمان دی چه وی زه خاوری -
(عَذَابًا قَرِيبًا) مراد ددی نه عذاب قیامت دی یا عذاب دقبر په دلیل د مابعد سره، عذاب ددنیا مراد نه دی او هرهغه څیز چه راتلونکی وی نوقریب وی او قیامت ته قریب وئیلی شوی دی په سورة معارج (۷) کښی (كُنْتُ تُرَابًا) په دی کښی دوه اقوال دی اول داچه په دنیا کښی خاوری وی او زه انسان مکلف نه وی دوهم قول داچه خاورو سره خاوری وی یعنی دوباره ژوندون نه وی - اوددی تائید په سورة نساء (۴۲) کښی تیرشوی دی -