اَلنَّبَا ۳۱

إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ مَفَازًا

یقیناً متقیانو لره ځای د کامیابی دی -

په دی آیاتونو کښی ذکر دبشارت دی روستو د تخویف نه او داهم په لس طریقو سره دی (مَفَازًا) د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت دی چه مراد په دی سره مکان د سیل کولو او دتنزه دی او روستو دهغی بیان دی ځکه چه حرف عاطف ئی نه دی ذکرکړی - اوپه معنیٰ د ځای د نجات اود کامیابی هم کیدی شی (حَدَائِقَ) جمع د حدیقة ده دکوم باغ نه دیوال (احاطه) چاپیره وی نو ورته حدیقة وئیلی شی بغیر د احاطی نه هغه ته حدیقة نشی وئیلی (وَكَوَاعِبَ) جمع د کاعب ده هغه زنانه چه نوی بالغه شی او سینی ئی په ځای باندی اولاړی وی یعنی چا مسح کړی نه وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل