اَلنَّبَا ۲۷

إِنَّهُمْ كَانُوا لَا يَرْجُونَ حِسَابًا

یقیناً‌ دوی وؤ چه نه ئی لرلو امید د حساب -

دا بیان د هغه عمل دی چه جزا سره موافق ده او دا رنگ دا ذکر دعلت د عذاب دی او دا دواړه ذکرشوی علمونه د ټولو کفریاتو او گناهونو دپاره اصل منشاء‌ ده (كِذَّابًا) فراء وئیلی دی چه دا مصدر فصیح لغت او دمبالغی دپاره استعمالیږی یعنی لوی تکذیب ئی کړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل