اَلنَّبَا ۹

وَجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًا

او گرځولی دی مونږ خوب ستاسو آرام -

څلورم انعام (وَجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًا) سُبت په اصل کښی قطع ته وئیلی شی خوب ته ئی سباتا ددی وجی نه وئیلی دی چه د کارونواو شغل نه قطع کول کوی - پنځم انعام (وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ لِبَاسًا) هرکه چه انسان په ډیرو کارونو کښی یوځای کیدلو او خلقو نه پرده کولو ته محتاج دی او هغه په شپه کښی کیږی ددی وجی نه هغی ته ئی لباس اوفرمائیل او لِبَاس سُکنا (آرام) ته هم وئیلی شی - شپږم انعام (وَجَعَلْنَا النَّهَارَ مَعَاشًا) معاش هرهغه څیزته وئیلی شی چه په هغی سره ژوند تیریږی خوراک څښاک وغیره نو مضاف محذوف دی یعنی وقت معاشٍ، یا معاش صیغه دظرف زمان ده اوپه دی دواړو کښی اصل وصف پټ دی یعنی شپه تیری والا او ورځ رنړا والا په هغی باندی دا نوری فائدی مرتب کیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل