اَلنَّبَا ۶

أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ مِهَادًا

آیا نه ده گرځولی مونږ ځمکه غوړیدلی -

اوپه دی ځای کښی ذکرکوی انعامات لس اومقصد په دی کښی اظهار دقدرت دی په بعث بعدالموت باندی ځکه چه دا قدرت په دی امورو غټ دی د قدرت نه په دوباره ژوندی کولو باندی - اول انعام دادی (أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ مِهَادًا) تیاره کړی شوی ده دپاره د آرام او سکون په شان دمهد (غيږ) د بچی دپاره - دوهم انعام (وَالْجِبَالَ أَوْتَادًا) دا هم په طریقه د تشبیه سره دی یعنی په شان دمیخونو چه دی سره ئی ځمکه کلکه کړی ده دپاره ددی چه اضطرابی حرکتونه اونه کړی اولکه چه د میخ څه څصه بهرده او حصه دننه وی (خخه وی) نوداسی د غرونو څه حصه بهرده او څه حصه ئی په ځمکه کښی دننه ده - دریم انعام (وَخَلَقْنَاكُمْ أَزْوَاجًا) ازواج مختلف قسمونه او مختلف شکلونه یا جوړئ مذکراو مؤنث ته وئیلی شی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل