كَلَّا سَيَعْلَمُونَ
هیچ چیری نه ده په کار زرده چه دوی ته به معلومه شی -
په دی کښی د زجرسره تخویف دی او كَلَّا، دواړه ردعیه دی او مرجع ئی جدا جدا ده اول كَلَّا ردع د تساؤل ده او دوهم ردع د اختلاف ده او تکرار د (سَيَعْلَمُونَ) دپاره دکثرت دعذابونو دی یا اول اشاره ده عذاب دنیوی ته او دوهم اشاره ده عذاب اخروی ته او احتمال شته چه کلَّا په معنیٰ د حقا سره وی -