وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ارْكَعُوا لَا يَرْكَعُونَ
او کوم وخت چه اووئیلی شی دوی ته رکوع کوئ نو نه کوی دوی رکوع -
دا بل زجردی (لَا يَرْكَعُونَ) رکوع عمل د توحید دی نو دا ذکر د جزء او مراد ترینه کل دی یعنی صلوٰة، یا رکوع په معنیٰ د خضوع کولو ده اللّه تعالٰی ته په توحید سره نو دا عام ده په صلوٰة کښی او خارج د صلوٰة نه ټولو ته شامل ده - اودا تفسیر د مجرمون دی یعنی یو جرم ئی دادی چه هغه مونځ نه کوی چه په هغی کی رکوع ده یعنی مونځ دصحابه کرامو، او ددی تخصیص وجه داده چه کتابیانوکافرانو په خپلو مونځونو کښی رکوع پریخودلی وه نو مونځ به ئی بغیرد رکوع نه کولو -