اَلْمُرْسَلات ۴۶

كُلُوا وَتَمَتَّعُوا قَلِيلًا إِنَّكُمْ مُجْرِمُونَ

خورئ‌ او مزی واخلئ لږه موده یقیناً‌ تاسو مجرمان ئی -

دا زجر دی متعلق د حال د مکذبینو سره او دا مقابل دی د حال دمتقینوسره یعنی متقیانو ته به په آخرت کښی وئیلی شی کلوا وشربوا، او مکذبینو ته په دنیا کښی وئیلی شی کلوا (قَلِيلًا) هرکله چه ژوند د دنیا قلیل دی په نسبت د آخرت اگرچه دنیا کښی خوراکونه اومزی ډیری دی د متقیانو په نسبت سره لیکن حقیقت کښی قلیل دی په نسبت د اخرت سره - (قَلِيلًا) کښی اشاره ده چه په آخرت کښی به دوی ددی مزونه محرومه وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل