اَلْمُرْسَلات ۳۸

هَذَا يَوْمُ الْفَصْلِ جَمَعْنَاكُمْ وَالْأَوَّلِينَ

دا ورځ دفیصلی ده را جمع به کړو مونږ تاسو او مخکنی خلق -

دا بل قسم تخویف دی مخکښی ئی اوفرمائیل چه په عذرونو سره نشی بچ کیدلی او نه اذن شته دلته فرمائی چه په هیلو او کیدونو سره هم نشی بچ کیدلی - او دلته یُقَال (اوبه وئیلی شی) په اول کښی پټ دی - هٰذا کښی اشاره ده موصوف ته په دغه صفتونو مخکنوسره (وَالْأَوَّلِينَ) (سوال) والاخرین ئی ولی ذکرنه کړو؟ جواب اول داچه دلته مکذبین د مخکنو انبیاؤ او د آخری نبی مراد دی او روستو خو نور انبیاء نه راځی نو مکذبین آخرین نیشته - جواب دوهم، دادی چه په لکم سره خطاب د آخری نبی ﷺ امت ته دی او هغوی ترقیامت پوری دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل